IQNA

د يهودی جوړونې د چلن په نسبت د قدس د اسلامی او مسيحی كمیټې خبرداری

22:17 - February 07, 2012
د خبر لمبر: 2270719
بين المللی ډله: د قدس شريف اسلامی او مسيحی كمیټې پرون د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د قدس شريف د يهودی كولو لپاره د صهيونيسټی رژيم د نويو اقداماتو او د مسلمانانو او عيسايانو په موقوفاتو باندې د تيری په باب خبرداری وركړ.
د «CPI»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې كمیټې د قدس شريف په ځمكو كښې د تجاری مركز او د پاركينګ د جوړولو د مجوز د صادرولو لپاره د صهيونيسټی رژيم د مشرانو وروستۍ فيصلې ته په اشارې سره ټينګار وكړ: صهيونيسټی رژيم د خلكو په كورونو باندې په حملې او د هغو په ورانولو سره اراده لری چې د قدس شريف مسلمانان او عيسايان اوسيدنكی د دغه ښار پریښودلو ته مجبور كړی.
د دغې بيانیې په دوام كښې راغلی دی: د اسرائيلو رژيم د دغه شان جرمونو په كولوسره د قدس شريف د يهودی كولو طرحه پرمخ بيائی او اراده لری چې اسلامی او مسيحی مقدسات له مينځه يوسی.
د وئيلو ده چې د حماس غورځنګ هم پرون د يوې بيانیې په صادرولوسره د ښارګوټی جوړونې د دوام او د قدس شريف د يهودی كولو په نسبت خبرداری وركړ. 949090
captcha