د «elwatan»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د الجزاير د ملی اصلاح د ګوند لوئې مدير «حملاوی عكوشی» په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې په پارليمانی انتخاباتو كښې د اسلامی ګوندونو دغه غيرمنسجم او بيل بيل شتون د هغوی د كاميابۍ مخه نيسی، ووئيل: اسلامی ګوندونو ته پكار دی چې د يو ستر ائتلاف په جوړولو سره په منسجمه او متحده توګه په پارليمانی ټول ټاكنوكښې ګډون وكړی څو حتمی برياليتوب ته ورسی.
دوی زياته كړه: د ټولو اسلامی ګوندونو لخوا د يو واحد ليسټ چمتوكول او په پارليمانی انتخاباتو كښې د نوموړو كسانو ګډون به د اسلام پالو د برياليتوب سبب شی او كه چيرې هر ګوند خپل د نظر وړ كسان يوازې انتخاباتو ته داخل كړی نو جوته ده چې مطلوبه او د پام وړ نتيجه به ترلاسه نكړی.
دوی د خپلو ويناو په يوه بله برخه كښې ټينګار وكړ: د اسلامی ائتلاف جوړول به همداراز په راتلونكو انتخاباتوكښې د هر ډول ټګۍ او درغلۍ مخه ونيسی . د اصلاح د ګوند ورونه د ټولو اسلامی ګوندونو لپاره خلاص دی او هره سياسی ډله چې د ائتلاف د جوړولو سره موافقه وی، زمونږ سره يوځائې كيدې شی.
د وئيلو ده چې په تيرو څو كلونو كښې د الجزاير انتخابات تل د يوشمير حاشيو سره مخامخ وو او اسلامی ګوندونه د ډيرو رايو د ترلاسه كولو سره سره په پارليمان كښې له كافی قدرت څخه برخور نه وو او نه دی. 947411