IQNA

احمدی نژاد: لويدیځ د ديموكراسی له لارې په نړۍ واكمنيدل غواړی

22:03 - February 08, 2012
د خبر لمبر: 2271560
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمد نژاد نن د اسلامی وحدت د ۲۵ كنفرانس په مراسمو كې وويل د لودیځ ديموكراسی لوی درواغ چل او دسيسه ده چې هغوی پر نړۍ د واكمنيدو ، او د خلكو د شتمنيو لوټولو په موخه په لاره اچولې ده .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولس مشر زياته كړه د لودیځ ديموكراسی پر خلكو د خلكو حكومت نه بلكې د خلكو په نوم د انسان او بشر سپكاوئ دئ چې د لودیځ د پانګه والو او صهيونيستانو د موخو پرځایښت لپاره تر سره كیږی .
نوموړی څرګنده كړه پر خلكو د خلكو واكمنيدل له ګډو آیډيالی باورونو او د يوالی له چورليز پرته ممكن نه دی .
د ايران د قضايه قوې مشر څرګنده كړه صهيونيستان چې په امريكا كې مهم رول لری په دې پوه شول چې نور د مريتوب او ښكيلاك پړاو ختم شوئ نو له همدې امله ېې هڅه وكړه داسې نظام پر نړۍ واكمن كړی چې ظاهر ېې ديموكراسی ، آزادی او د بشر حقوقو پلوی توب وی خو باطن ېې هماغه پخوانئ مريتوب ، ښكيلاك او تاريخی انسان وژنه وی .
نوموړی پر بشری ټولنه د صهيونيستی رژيم تپل د تاريخ په اوږدو كې د بشر بې سارئ سپكاوئ وباله او ټينګارېې وكړ دا مستبد رژيم يواځې پر مسلمانانو او منځنی ختیځ نه دئ تپيل شوئ بلكې ټوله بشری ټولنه د دې رژيم له شره په امن نه ده ځكه دا رژيم پر ټوله نړۍ د واكمنۍ لپاره رامنځته شو او له اروپآيی او امريكايی هيوادونو سره د دوستئ شرط هم له صهيونيستی رژيم سره دوستی ده .
د اسلامی مذاهبو د نږدې والی كنفرانس نن په تهران كې پيل شو چې د جمعې تر ورځې به دوام لری .
950173
captcha