د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه زياته كړه ټولو سياستوالانو او ډلو ته بلنه وركوم چې دخلكو له څپانده سمندرسره يوځای شی اوخپل روح او باطن ته تاندوالی وروبخښی اوخپل روح دې چاڼ كړی .
د اسلامی ايران ولسمشر همداراز روښآنه كړه دايران ملت د استكبارله دښمنيو ، دسيسو او چلولونو سره سره له تيرو درو لسيزو راهسې د لارې ډير ګږوالی او پيچلتياوې ليدلی دی او اوس په ډير ښه انداز سره پوهیږی چې استكبار او استعمار ته څرنګه درنده څپیړه وركولی او خپله اراده او هوډ پر استكبار او بد غواړو څرنګه تپلی اوخپل عظمت څرنګه ثابتولی شی.
ډاكټر احمدی نژاد د سلواغې ۲۲ نیټه نه يوازې د ايران د ملت لپاره بلكې د بشری ټولنې لپاره د يوه نوی ژوند پيلامه وبلله او وې ويل ، د ايران ملت پخپل انقلاب سره وغوښتل چې لوړو افقونوته وګوری .
هغه روښانه كړه دسلواغې د مياشتې ۲۲ نیټه د تاريخ له تله د انسان د حقيقت ، هوډ او انګيزو او د هغه ملت دعشق راخوټيدل چې د انسانی كرامت څوكو ته د رسيدا په لټه كې دی.
د اسلامی ايران ولسمشر وويل د ايران د اسلامی انقلاب د بری ورځ يعنی د سلواغې ۲۲ نیټه په حقيقت كې هغو ارزښتونواو ښكلاؤ ته د ستنيدا لپاره د هوډ ،انسانی ارزښتونو او د انسان د چورليزتوب د بيانولو لپاره دټولوملتونو او انسانانو په نمايندګۍ چغه ده چې خدای پاك د انسان لپاره ټاكلی دی او په حقيقت كې د سلواغې د ۲۲ نیټې جشن د انسانيت جشن دی. دغه ورځ يوازې د ايران له ملت سره اړه نه لری بلكې راتلونكی او تاريخ سره اړونده ده .
950632