IQNA

په وحدت باندې ملاتړل د اسلامی بيدارۍ د دوام شرط دی

22:51 - February 09, 2012
د خبر لمبر: 2271876
بين المللی ډله: نن سبا په كار دی چې كوشش وكړی چې مذهبی او فرقه ايزې فتنې له مينځه يوسو او اتحاد او يووالی پياوړی كړو او د اسلامی بيدارۍ د دوام او جاری ساتلو لپاره په وحدت باندې تكیۍ او ملاتړلو ته پام ولرو
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د (امل) غورځنګ د رئيسه پلاوی غړی او د دغه هيواد د پارليمان د رئيس (نبيه بری) استازی پرون سهار د ( اسلامی وحدت ) په ٢٥ بين المللی كانفرنس كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: نن سبا د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی (ص) او د هغوی له پاكو لمسيانو څخه د حضرت امام جعفرصادق (ع) د نيكمرغه ميلاد د كليزې، د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې او د اسلامی بيدارۍ د يوكال د پوره كيدو په شان د مهمو اسلامی مناسبتونو كتونكی يو چې غواړم د دغو مناسبتونو لپاره مباركی وايم.
خليل حمدان په دوام كښې زياته كړه: اسلامی بيداری چې په ځينو هيوادونوكښې ئې وينو، په آسانه نه ده ترلاسه شوې او دغه مهمه پیښه د ډيرو كوششونو او سرشيندنو نتيجه ده او پكار دی چې حفاظت ئې وكړو.
د نبيه بری استازی د اسلامی وحدت په ٢٥ بين المللی كانفرنس كښې په قدس او فلسطين كښې د صهيونيسټی رژيم جنايتونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: نن سبا اسرائيل په قدس شريف كښې د دغې سيمې د يهودی كولو لپاره هڅه كوی او په نژادپالو اقداماتو سره اراده لری چې د فلسطين اسلامی هويت له مينځه يوسی.
دوی په دې بيان سره چې نړيوالې ټولنې د اسرائيلو د جنايتونو په وړاندې ځان غلی كړی دی او هیڅ غبرګون نه ښئی، ووئيل: اسرائيل، د امام خمينی په تعبير ( سرطانی غده ) او د امام موسی صدر په تعبير ( مطلق شر ) دی چې پكار دی له مينځه لاړ شی او نن پكار دی دغه د جولا ژاله د مسلمانانو په اتحاد او يووالی سره ورانه شی.
دوی په دوام كښې يادونه وكړه: امام موسی صدر عقيده لرله چې كه چيرې مسلمانان او عيسايان له قدس شريف نه لاس واخلی نو داسې ده چې له خپل دين څخه ئې لاس اخيستی وی او امام خمينی (رح) ( د قدس د نړيوالې ورځې ) په توګه د روژې د مياشتې د وروستۍ جمعې په نومولو سره له دغه سپیڅلی ښار څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند كړ. 950096

captcha