IQNA

په عربستان كښې د قرآن اليكټرانك قاری توليد شو

22:51 - February 09, 2012
د خبر لمبر: 2271877
بين المللی ډله: د سعودی عربستان د اوقافو او اسلامی چارو وزير عبدالعزيز آل الشيخ د عربستان د قرآن د چاپ د تنظيم له خوا د قرآن د اليكټرانك قاری د جوړولو خبر وركړ.
د «Saudi Gazette»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه محصول د قرآن كريم د مختلفو قاريانو په غږ تلاوت او همداراز په ( بريل) خط د ليكل شوی قرآن يوه نسخه لری.
د عربستان د قرآن د چاپ د تنظيم لوئې مدير محمدسالم العوفی په دې اړه ووئيل: دغه محصول د مكالمه ايز سافټ وئير لرونكی دی چې د ماشومانو، ځوانانو او بوډاګانو او د معذورو كسانو لپاره د قرآن د صحيح قرائت د زده كولو امكان رامينځته كوی.
دوی ووئيل: دغه اليكټرانك قرآن همداراز په مختلفو ژبو د قرآن ترجمې او هم تفسير او د قرآن د صحيح قرائت قوانين په غږ يا صوتی او په ليكلې توګه لری.
949990

captcha