د (المنار) خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: نبيل قاووق وړمه ورځ په هغو مراسمو كښې چې د لبنان د جنوب د (صيدا) ښار د ادبياتو په كالج كښې د حزب الله د آموزشی بسيج په همت ترسره شول، په يوه وينا كښې د صهيونيسټی رژيم د هرډول ناڅاپی يرغل په وړاندې د لبنان د خاورې د حاكميت او خپلواكۍ د حمايت لپاره د مقاومت د سټراټيجۍ پياوړی كول د لبنان د مقاومت له لومړيتوبونو څخه وبلل.
دوی د خپلې وينا په پائې كښې د صهيونيسټی رژيم د تائيد په اړه د عربی هيوادونو د وروستيو فيصلو په غندلو سره څرګنده كړه: هغه څه چې امريكا ئې په سيمه كښې غواړی يوازې د اسرائيلو د سياست او زياته غوښتنې خدمت دی.
949962