IQNA

د كاناډا د قرآنی مقابلو يولسمه دوره ترسره كیږی

22:51 - February 09, 2012
د خبر لمبر: 2271879
بين المللی ډله:د قرآنی كريم د حفظ او قرائت د مقابلو يولسمه دوره د ١٣٩١ كال د حمل يا وری د مياشتې په ١٣ نیټه په كاناډا كښې ترسره كيدونكې ده.
د «quraan»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د ونكوور د اسلامی اطلاعاتو د مركز (IIC) او د كاناډا د مسلمانانو د فاؤنډيشن (MAC) په همت په كاناډا كښې ترسره شی.
دغه مقابلې په كليزه توګه د قرآن كريم سره د مسلمانې ټولنې د اړيكو د پياوړتيا، د دغه آسمانی كتاب په نسبت د آګاهيود پراختيا او په قرآن كښې د غور اوفكر كولو او د هغه د حفظ كولو لپاره د انګيزې د رامينځته كولو په موخه ترسره كیږی.
د دغو مقابلو لسمه دوره د١٣٩٠ كال د ثور يا غوئی په مياشت كښې د (اقراء) نومې اسلامی ښوونځی او د ( الامين) اسلامی مركز په همكارۍ سره د كاناډا د اسلامی اطلاعاتو د مركز په همت ترسره شوې وه. 949404

captcha