د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام والمسلمين صديقی زياته كړه د اسلامی انقلاب كاميابی د پیړۍ معجزه ده چې حضرت امام خمينی د خلكو په ګډون سره دا انقلاب كامياب كړ.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب پّ دې بيان سره چې د دغه انقلاب اصلی خاوندان خلك دی وويل د سلواغې دوه ويشتمه د اسلام ايمان علم فقاهت او عدالت د كاميابۍ ورځ ده چې له استكبار استعمار او استبداده د ايرانی ولس د ژغورنې سبب شو.
د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی انقلاب د كاميابۍ د كليزې په لاريون كې دولس حماسی شوتن د بنديزونو د ماتې ، د شهيدانو له وينې او د رهبرۍ د ستر مقام له لارښوونو سره د تړون او د كاميابۍ څوكو ته تر رسيدلو پورې د ايران د ولس د هڅو او داسلامی انقلاب در دريم او څلورم نسل د پيوستون نښه وبلله چې د اسلامی انقلاب د قسم خوړلو دښمنانو د نهيلۍ سبب به شی.
د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی انقلاب له كليزې سره د سيمې د انقلابونو او د اسلامی بيدارۍ د لومړۍ كليزې يو وخت والی هم د خدای يوه معجزه وبلله چې څلور طاغوتان پكې نسكور شول .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د لويدیځو هيوادونو د بايكاټونو دسختوالی اوپه پوځی اقدام دايران د ګواښلو په كله وويل چې بنديز او ګواښ نوې خبره نه ده او د ايران ولس ثابته كړې ده چې د دښمانو د د ګواښونو پّ وړاندې به تسليم نه شی.
951139