د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې: د ماسكو ښاروال سرګئی سوبيانين د دغه ښار د مفتی، د روسیۍ د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د مركزی ادارې د رئيس د وړومبی مرستيال او د روسیۍ د فیډريشن د عمومی اتاق د غړی ايلبر كارګان اف سره وړمه ورځ په خپله وروستۍ ليدنه كښې د دغه ښار د مسلمانانو زياتره مسئلې او ستونزې وڅیړلې او د هغو د حلولو لپاره ئې لازمې موافقې وكړې.
د دغه رپورټ له مخې، د دواړو خواو بحث او خبرې اترې په دغه ښار كښې د جوماتونو د جوړولو په هكله وې كومه چې د روسیۍ د پلازمينې د مسلمانانو له كليدی او اندیښمنونكو عواملو څخه دی.
952038