IQNA

د مسلمانانو سره د مرستې لپاره د ماسكو د ښاروال د چمتووالی اعلان

22:20 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272938
سياسی او ټولنيزه ډله: د روسی فیډريشن د پلازمينې ماسكو ښاروال په دغه هيواد كښې د مسلمانانو ځانګړی موقعيت ته په اشارې سره د مسلمانانو د مشكلاتو د حلولو په لړ كښې د هر ډول مرستې او خدماتو د وړاندې لپاره د ښاروالۍ چمتووالی اعلان كړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې: د ماسكو ښاروال سرګئی سوبيانين د دغه ښار د مفتی، د روسیۍ د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د مركزی ادارې د رئيس د وړومبی مرستيال او د روسیۍ د فیډريشن د عمومی اتاق د غړی ايلبر كارګان اف سره وړمه ورځ په خپله وروستۍ ليدنه كښې د دغه ښار د مسلمانانو زياتره مسئلې او ستونزې وڅیړلې او د هغو د حلولو لپاره ئې لازمې موافقې وكړې.
د دغه رپورټ له مخې، د دواړو خواو بحث او خبرې اترې په دغه ښار كښې د جوماتونو د جوړولو په هكله وې كومه چې د روسیۍ د پلازمينې د مسلمانانو له كليدی او اندیښمنونكو عواملو څخه دی.
952038

captcha