IQNA

د عربستان شيعه عالمانو د مظاهره چيانو وژله وغندله

22:20 - February 12, 2012
د خبر لمبر: 2272939
بين المللی ډله: د سعودی عربستان د شيعه مسلمانانو عالمانو په ( المنطقه الشرقيه ) كښې په پرتو شيعه ميشتو ولايتونو كښې د مظاهره چيانو په لور د آل سعود د پوځيانو نيع په نيغه ډزې او د دوو شيعه مسلمانانو وژله وغندله
د راصد خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په سوله ايزو مظاهرو كښې د ګډون كونكو دوو ځوانانو د شهيديدو نه پس د جمعې د لمانځه خطيبانو او د عربستان شيعه علماؤ د خلكو په ټول كښې د ويناوو په كولو سره د آل سعود د پوځيانو دغه اقدامات وغندل.
د سعودی عربستان په ( صفوی ) ښار كښې د شيعه مسلمانانو يو تكړه عالم شيخ محمد الحبيب په دې اړه ووئيل: د هغو ځوانانو شهيدولو چې د خپلو قانونی حقوقو غوښتونكی وو، د آل سعود د رژيم له هغو ځپونكو سياستونو څخه پرده اوچته كړه چې د ولسی غورځنګونو سره د مقابلې لپاره ئې يوازې د زور او ځپنې طريقه خپله كړې ده،
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې د عربستان خلك د هغو حقوقو غوښتونكی دی چې د نړۍ په ټولو دينونو او قوانينو كښې په رسميت پيژندل شوی دی، زياته كړه: د مظاهرو په وړاندې د زور او ځپنې روده خپلول به هیڅ ګټه ونلری او د اعتراضونو د ختمولو يوازنۍ لار د خلكو سره خبرې اترې او د هغوی د حقوقو او غوښتنو پوره كول دی. 951843

captcha