IQNA

په مسجدالاقصی باندې د حملې په اړوند صهيونيسټانو ته د حماس خبرداری

22:55 - February 13, 2012
د خبر لمبر: 2273635
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ ( حماس ) له يهوديانو څخه د ملاتړ په پلمه په مسجدالاقصی باندې د حملې لپاره د صهيونيسټی نيواكګرو د كوششونو د دوام په نسبت خبرداری وركړ.
د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حماس پرون د يوې بيانیۍ په صادرولو سره مسجدالاقصی ( سره كرښه ) وبلله او اعلان ئې وكړ چې په دغه مسجد باندې هر ډول حمله به د ټولو مسلمانانو او اعرابو پرخلاف د جنګ اعلان وی.
دغه غورځنګ د صهيونيسټانو په وړاندې د ١٩٤٨ كال په نيواكی ځمكو او په قدس شريف كښې د مقيمو فلسطينيانو د دريدنې په قدرونې سره د فلسطين له خلكو وغوښتل چې د يوبل سره په اتحاد او يوموټی توب سره دې د مسجدالاقصی حمايت وكړی.
حماس همداراز له مسلمانانو نه وغوښتل چې د فلسطين او له اسلامی مقاومت څخه د حمايت په وړاندې په خپلو دندو باندې عمل وكړی. 952480

captcha