د كويت چاپ «القبس» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: د مكې مكرمې متولی اسامه البار پرون اعلان وكړ: مكه مكرمه به د يو اقتصادی مركز په جوړولو سره ډير ژر د اسلامی بانكدارۍ پلازمينه شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: دغه مركز به د ( د مكې د پراختيا دروازه ) نومې طرحې په لړ كښې افتتاح شی او د اسلامی بانكونو د فعاليت او په اسلامی بانكدارۍ پورې د اړوندو مسائلو لپاره به يو ستر مركز وی.
البار همداراز څرګنده كړه: د دغه اسلامی اقتصادی مركز په جوړيدو سره به مكه حتی د اسلامی بانكدارۍ په زمينه كښې د كوالالمپور له تجربې څخه لا لوړه شی. 952548