IQNA

د روسیۍ د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د ادارو ترمينځ د همكارۍ د پراختيا څیړنه

22:54 - February 13, 2012
د خبر لمبر: 2273640
سياسی او ټولنيزه ډله: د روسی فیډريشن په ( سټاوروپول ) او ( پرم ) سيمو كښې د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د ادارو ترمينځ د همكارۍ پراختيا په يوه غونډه كښې وجاجوله شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې: د دغه هيواد د اسلامی توافق د تنظيم رئيس محمدحاجی رحيم اف دغو سيمو ته په خپل وړومبی سفر كښې د (پرم) سيمې د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ له ادارې څخه د كتنې په ترڅ كښې د دغې ادارې د رئيس محمدعلی خوزين سره ملاقات وكړ او د پرم سيمې د مفتياتو، د مسجدونو د علماو او روحانيونو د راغونډيدنې په مراسموكښې ئې د خپلې برنامې په دوام كښې ګډون وكړ او په دغه غونډه كښې ئې په سټاوروپول او پرم سيمو كښې د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د ادارو ترمينځ د همكاريو د پراختيا په اړوند ئې لازمې موافقې ترلاسه كړې. 951894

captcha