د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) او د حضرت امام جعفرصادق (ع) د نيكمرغه ميلاد په مناسبت د قرآن كريم سره د مينې غونډه د تيرې چارشنبې او پنج شنبې په ورځو د تهران په اسلاميه نومی جومات كښې ترسره شوه.
د دغه قرآنی محفل په وړومبۍ شپه كښې چې د روانې سلواغې د مياشتې په ١٩ نیټه ترسره شوه، د هيواد يو ممتاز قاری شتون درلود او د قرآن كريم يولړ آيتونه ئې قرائت كړل.
يادونه كیږی چې د تهران اسلاميه مؤسسه د حجت الاسلام ناصرمحمودی په مشرۍ د هرې اونۍ د يكشنبې يا اتوار په ورځ د قرآن د ښوونې كلاسونه جوړوی او د خپلو قرآنی برنامو ترڅنګ دينی او فرهنګی برنامې هم لری. 951965