IQNA

د پيرس د ستر جومات د ډاك ټكټ پلورل پيل شول

22:50 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274327
بين المللی ډله: د ټولې فرانسې په پوسټی دفترونو يا ډاكخانو كښې د پيرس د ستر مسجد د عكس لرونكی ډاك ټكټ خرڅول پيل شول.
د (سفيرنيوز) خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د پيرس د ستر جومات له ډاك ټكټ څخه د پرده اوچتيدو د مراسمو نه پس چې د روانې سلواغې د مياشتې په ٢٢ نیټه د دغه جومات د رئيس ( دليل بوبكر)، د پيرس د ښاروال (برترانډدلانوئه) او د فرانسې د ډاك د ادارې د رئيس (ژان پل بايلی) په ګډون سره ترسره شول، مسئولو چارواكو اعلان وكړ چې د دغه ډاك ټكټ عمومی پلورل به له نن سهار څخه د پوسټ په ټولو دفترونو كښې پيل شی.
د فرانسې د پوسټ ادارې اعلان كړی دی چې د پيرس د ستر جومات د جوړيدو د نولسم كال په مناسبت ئې دغه ډاك ټكټ د ٦٠ سينټو په قيمت خپور كړی دی.
د فرانسې د پوسټ د ادارې په بيانيه كښې راغلی دی: د پيرس ستر مسجد سربيره پردې چې يو مشهور اسلامی عبادتی ځائې ګڼل كیږی، يو ټوريسټی او په وړومبی نړيوال جنګ كښې د فرانسې لپاره د وژل شويو مسلمانو سرتيرو يو يادګار او د اسلام او فرانسې د دوستۍ سيمبول هم بلل كیږی. 952590

captcha