IQNA

د اردن خلكو په مسجدالاقصی باندې حمله وغندله

22:50 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274328
بين المللی ډله: د اردنی خلكو يوې ډلې وړمه ورځ په عمان كښې د اسرائيلو د سفارتخانې په خوا كښې په راغونډيدو سره په مسجدالاقصی باندې د حملې لپاره د ( ليكوډ ) نومی تندلاری ګوند بلنه وغندله.
د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: دغه تجمع په عمان كښې د اسرائيلو د رژيم د سفارتخانې په نژديو كښې د پروت الكالوتی جومات مخې ته ترسره شوه.
اردنی فعالانو په دغه تجمع كښې په مسجدالاقصی باندې د حملې لپاره د ليكوډ ګوند بلنه او په دغه جومات كښې د موهوم هيكل ځائې پرځائې كول په كلكه وغندل او د فلسطين او د اردن د بيرغونو په اوچتولو سره ئې له مسجدالاقصی او قدس شريف څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان كړ.
تجمع كونكو همداراز په عمان كښې د اسرائيلو د سفارتخانې د بندولو غوښتنه وكړه او امنيتی ځواكونو، په تجمع كښې ګډون كونكی د سفارت ودانۍ ته له نژدې كيدو نه منعه كړل. 952487
captcha