د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه مراسم د عماد مغنيه د زیږيدو په كلی طيردبا كښې د مقاومت د دغه قومندان د شهادت د څلورمې كليزې په مناسبت په (شهيدحاج عمادمغنيه) نومې مجتمع يا كمپلكس كښې ترسره شول.
د حزب الله د اجرائی كمیټې د اجرائی شوری رئيس سيدهاشم صفی الدين په دغو مراسمو كښې ويناوې وكړې او وئې وئيل: مقاومت د خپلو شهيدو مجاهدانو په فضل كړې شوی دی چې له ټولو لانجو او شخړو نه واوځی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: اسرائيل او هغه ټول كسان چې مقاومت ته د ګوذار وركولو خيال په ذهن كښې لری، كاملا په اشتباه او غلطۍ كښې دی، ځكه چې مقاومت دومره پياوړی شوی دی چې كوې شی په پوره قدرت سره د هر ګواښ او لانجې سره مقابله وكړی. 952321