IQNA

په تركيه كښې د اسلامی ارزښتونو د حمايت نړيوال انجمن جوړیږی

22:50 - February 14, 2012
د خبر لمبر: 2274331
بين المللی ډله: په تركيه كښې د اسلامی ارزښتونو د حمايت نړيوال تنظيم د ( ښځه او كورنۍ ) نومی نړيوال اسلامی تنظيم په همت په دغه هيواد كښې جوړیږی.
د alresalah د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه انجمن له اسلامی ارزښتونو څخه د حمايت او د كورنۍ د نظام د حمايت په لړ كښې د رسندوئی عمل د پياوړتيا په هدف سره جوړ شی.
په تركيه كښې د كورنۍ او ښځه نومی نړيوال اسلامی تنظيم مشرې عائشه بلحجار د اسلامی ارزښتونو په زمينه كښې د تجربو د تبادلې په موخه او د يوداسې اخلاقی منشور د تدوينولو لپاره د فضاګانو رامينځته كول چې په اسلامی ارزښتونو كښې ګډ مسائل څیړی، د دغه انجمن له اهدافو څخه وبلل.
دې په پائې كښې ووئيل: دغه انجمن د ښځو د حقوقو په زمينه كښې د فعالو غير مسلمانانو په همكارۍ سره د خپلو اهدافو د تحقق لپاره مينځ لارې ليدتوګه غوره كړې ده. 952269

captcha