IQNA

ملائشيا، د حلال صنعت د اومې نړيوالې غونډې كوربنه

21:24 - February 15, 2012
د خبر لمبر: 2275054
بين المللی ډله: د حلال صنعت اومه نړيواله غونډه د ١٣٩١ كال د حمل يا وری د مياشتې په ١٤ او ١٥ نیټه د ملائشيا د پلازمينې كوالالمپور ښار د كانفرنسونو په مركز كښې ترسره كيدونكې ده
د «asidcom»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حلال صنعت د نړيوالې غونډې (WHF) اومه دوره به د ( الهام، ابتكار او پانګه والی) په عنوان سره له ټولې نړۍ څخه د يوشمير استازو په ګډون سره ترسره شی اوګډون كونكی به د حلال د محصولاتو د توليدونكو شركتونو ترمينځ د سوداګری معاملاتو د پراختيا د څیړنې په ترڅ كښې د تجربو تبادله هم وكړی.
په دغه غونډه كښې به د حلال محصولاتو او د اسلامی شريعت د مطابقو محصولاتو د توليدونكو شركتونو د نويو ټكنالوجيو د نمايش نه علاوه د مختلفو هيوادونو استازی په ( د حلال استعمالونكو مخې ته پراته افقونه ) نومی كانفرنس كښې هم ګډون وكړی. 953320
captcha