IQNA

په عراق کې د قران مقابلو ګټوونکو درناوې وشو

23:14 - February 15, 2012
د خبر لمبر: 2275072
نړيواله ډله: د عراق په کاظـمين ښار کې د قراني موسسې لخوا تر سره شوی څلورمي قراني مقابلو کې لوړ مقام تر لاسه کوونکو ته انعامونه ډالۍ شول.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د عراق ديني مجتهد آيت اللہ سيد حسين الصدر تر نظر لاندې دا مقابلې تر سره شوی په دې کې د عراق مختلفو ولايتونو نه مختلفو قاريانو شرکت وکړ او په وروستيو مراسمو کې په دې مقابلو کې تکړه کسانو ته انعامونه ډالۍ شول.
د نتيجې د اعلان په مطإبق د بغداد صوبی عمار محمد ابراہيم او غيث مہدی مطشر لومړې او دوهم مقام او د اربيل ولايت ښاغلي جعفر حبيب سليمان هم دريم مقام تر لاسه کړ.
په دې وروستي مراسمو کې د مصر مشهور قاري احمد احمد نعينع د قران پاک تلاوت وکړ.
953429
captcha