IQNA

په نيويارك كښې د اسلامی فيشن وړومبۍ نمائندګی جوړه شوه

22:25 - February 16, 2012
د خبر لمبر: 2275398
بين المللی ډله: د اسلامی فيشن وړومبۍ نمائندګی د اسلامی جامې په زمينه كښې د نيويارك په (تريبكا) نومې سيمه كښې د دغه ښار د فيشن په اونۍ كښې پيل شوه.
د «albawaba»خبری سائیټ له قوله ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی فيشن د دغې نمائندګۍ بنسټ ایښودونكی نايلاليموس د نيويارك يو مسلمان دی چې د لباس او جامې د فيشن او ډيزائننګ سره د مينې او د اسلامی ارزښتونو د معرفی كولو په موخه ئې دغه نمائندګی جوړه كړې او د نيويارك د فيشن په اونۍ كښې ئې ګډون كړی دی.
دوی د اسلامی جامې د دغې نمائندګۍ د كار د پيلولو په مراسمو كښې اعلان وكړ: د مسلمانانو، د اسلام د مبين دين او همداراز د مسلمانو ميرمنو په هكله ګڼ شمير ناسم تصورات او ناوړه تعبيرات وجود لری خو دا كار كوې شی په اسلام كښې له جامې څخه د استفادې له فرهنګ، د اسلامی لباسونو په طراحۍ كښې د رنګونو د استعمال او د مسلمانانو او د اسلام د دين د بين المللی والی په هكله د ناسمو تصوراتو له مينځه وړو څخه سم معرف او پيژنګلی وړاندې كړی. 953916

captcha