IQNA

د أمل او حزب الله غورځنګ ترمينځ تفاهم د امام خامنه ای د ملاتړونو له امله دی

22:24 - February 16, 2012
د خبر لمبر: 2275401
بين المللی ډله: نن سبا د نبيه بری په مشرۍ د أمل نومی غورځنګ او د سيدحسن نصرالله په مشرۍ د لبنان د حزب الله د غورځنګ ترمينځ دوستی او تفاهم د امام خامنه ای د هميشنيو حمايتونو په وجه دی او اوس دغه دواړه غورځنګونه په سياسی او په پارليمانی انتخاباتو او حتی د ولسی حقوقو د مطالبې په لړ كښې د نظر وحدت او يوشانته والی لری.
د لبنان د أمل غورځنګ د رئيسه هيئت غړی او د أمل د تربيتی مؤسسې لوئې مدير د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: له ١٩٨٩ كال راهيسې د أمل غورځنګ او د حزب الله ترمينځ اړيكې ډيرې كلكې او پياوړې شوې دی او د دغو دواړو ترمينځ يو داسې تفاهم او غږملتيا رامينځته شوې ده چې وئيلې شو دغه دواړه په يو ډول د يوبل بشپړونكی دی.
دوی زياته كړه: په دې لړ كښې د حضرت امام خامنه ای په مشرۍ د ايران اسلامی جمهوريت د امل او د حزب الله د غورځنګونو او د نبيه بری او سيدحسن نصرالله ترمينځ د لازمو غږملتياو د رامينځته كولو او له حالاتو نه د مطمئنيدو په موخه تل په دغې كار پسې وو او دی او زۀ اعتراف كوم چې دا اړيكه ډيره ممتازه او كاميابه ده او مونږ دغه غږملتيا په سياسی او د پارليمانی انتخاباتو په دریځونو او حتی د ملی حقوقو د مطالبې او غوښتنې په هكله په عملی توګه وينو. 953640
captcha