د لبنان چاپ «السفير» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې بحرينی ځواكونو وړمه ورځ د اوښكی بيونكی ګيس په استعمالولو سره په هغو بحرينی خلكو باندې حمله وكړه چې له مختلفو سيمو نه د خپل انقلاب د كليزې د نمانځلو لپاره د منامې د «اللؤلؤ»(شهدا) چوك لور ته روان وو، او هغوی ئې وځپل.
د بحرين پاچا حمدبن عيسی آل خليفه د بحرين د خلكو د پراخو مظاهرو په غبرګون كښې په دغه هيواد كښې د يوې نوې مرحلې د پيليدو خبر وركړ او د بحرين د وفاق ملی اسلامی جميعت د هغه د څرګندونو په ځواب كښې اعلان وكړ: آل خليفه په ډيكټاټورۍ باندې تكيه كول خپل سياست ګرځولی دی. 953727