د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وزارت ويب پاڼې یې نقلوی د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمانپرست د بوشهر د اټومی بټۍ د وروستی وضعيت په اړه د ايران د مهمې اټومی بريا په توګه وويل، دغه اټومی بټۍ به په نږدې راتلونكی كې ، د خلكو د مقاومت او وياړ د سمبول په توګه، د بریښنا د توليد لپاره خپل بشپړه وړتيا ته ورسیږی.
مهمانپرست د فرورۍ په ۲۰ تهران ته د اټومی انرژۍ دنړيوال آژانس دڅارونكو دسفر خبر وركړ او زياته یې كړه، دغه سفر د ايران په بلنه او له آژانس سره دملګرتيا په چوكاټ كې كیږی.
هغه سپارښتنه وكړه، آژانس بايد د حقوقی او تخنيكی چوكاټ كې دخپلو غړيو لپاره زيات خدمات ولری، او له سياسی دباوه دې لرې اوسی څو په خپلې اصلی دندې عمل وكړی.
954839