IQNA

په هامبرګ كښې د شيعه او سنی علماؤ دوئمه غونډه ترسره كیږی

23:10 - February 18, 2012
د خبر لمبر: 2276462
بين المللی ډله: د شيعه او سنی علماؤ دوئمه غونډه نن د هامبرګ په اسلامی مركز كښې ترسره كیږی.
د هامبرګ د اسلامی مركز د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه يا كانفرنس د ( پيغمبر اكرم (ص) سيرت او د زمان او مكان رول ) په عنوان سره د وحدت د اونۍ په مناسبت ترسره كیږی.
په دغه كانفرنس كښې په اوسنی وضعيت او زمان او مكان باندې د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د سيرې د رول يعنې د نړۍ په مختلفو سيمو كښې په ننيو حركتونو او خوزښتونو كښې او په اسلامی بيدارۍ باندې د پيغمبر اكرم (ص) د رول د اغيزې او همداراز د پيغمبر اكرم (ص) په سيرت كښې د زمان او مكان د رول په شان موضوعګانې او په دې اړوند علمی بحثونه چې د پيغمبر اكرم (ص) د سيرې كومه برخه خاص د همهغه وخت لپاره وه او په وروستو وختونو پورې نه اړوندیږی او يا كه چيرې په وروستيو او اوسنيو وختونو پورې اړوندیږی نو په كوم صورت به وی، د څیړنې وړ وګرځی. 953352
captcha