د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپا د څانګې د رپورټ له مخې: دغه غونډه د ولسمشرۍ د دفتر د بهرنيو اړيكو د ادارې په همت او نوښت او د دغه هيواد د حكومت او د يوې سيمه ايزې عمومی خيريه موسسې په همت، د چيچنيا په پلازمينه كښې د ( ګروزنی انفارم ) نومی خبری آژانس په هال كښې ترسره شوه.
همداراز په دغه غونډه كښې چې د روانې سلواغې د مياشتې په ٢٧ نیټه ترسره شوه، د مفتی مرستيال محمدحيط آنايف، د ولسمشرۍ د دفتر د بهرنيو اړيكو د ادارې د انسانی روابطو د څانګې لوړرتبه كارپوه عبدوصادق اف، د ځائی خيريه موسسې رئيس ليبكان بازايوا او د دغه هيواد يوشمير علماو او دينی پوهانو ګډون او ويناوې وكړې.
955376