IQNA

په روسيه كښې د اسلامی عقايدو اصول بيان شول

22:12 - February 19, 2012
د خبر لمبر: 2277045
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی عقايدو اصول د ( عقايدو اصول ) په عنوان سره په يوه آموزشی دوره كښې چې د تاتارستان جمهوريت په پلازمينه (قازان) ښار كښې د روسیۍ د اسلامی پوهنتون په مركزی ودانۍ كښې ترسره شوه، د بحث او څیړنې وړ وګرځيدل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی سيمې د څانګې د رپورټ له مخې: دغه آموزشی دوره د دغه ښار د مختلفو دينی مؤسساتو په تيره بيا د قازان د اسلامی كالج، او د (محمديه) او د (اسلام د منلو د زرمې كليزې) نومې اسلامی ښوونځيو د ښوونكو او استاذانو په شتون سره ترسره شو.
د آموزشی برنامو وړاندې كول چې په مختلفو دينی او مذهبی څانګو كښې د ښوونې د تجربو د تبادلې د برنامو د اجرا كولو په لړ كښې جوړ شول، د دغه هيواد د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ د ادارې د وړومبی مرستيال عبدالله ادهم اف په غاړه وو. 955352
captcha