د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: فرهنګی او كلتوری اونۍ او د ايران د اسلامی انقلاب د پرتمينې كاميابۍ جشن په يونان او آرمينيا كښې د مقيمو ګڼ شمير ايرانيانو او استاذانو، پوهانو او د عيسائی ارتډيكس پادريانو او همداراز د نورو اسلامی هيوادونو د يوشمير مسلمانانو په شتون سره په ايتهنز كښې د ايران د فرهنګی مركز له خوا ترسره شو.
د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د مشر په پيغام كښې چې په دغو مراسمو كښې ولوستل شو، راغلی دی: د ايران اسلامی جمهوريت د حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په مشرۍ او د ايران د شريف ولس په هراړخيز حمايت سره د دښمنانو د بده غوښتنو سره سره د پرمختګ او ترقۍ په لار روان دی او په ټولو ټولنيزو، علمی، سياسی او فرهنګی ډګرونو كښې ئې نه انكاريدونكو برياوو ته لاس پيدا كړی دی.
پاكروان ووئيل: د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټ ایښودونكی ارواښاد حضرت امام خمينی (رح) له سوچه محمدی (ص) اسلام څخه له ترلاسه شوی كلك ايمان باندې په ملاتړلو سره د پاچاهی ظالم نظام او د پرديو د سلطې د نفوذ پر خلاف پاڅون وكړ او په الهی مرستې او د ايران د انقلابی او شريفو خلكو په هراړخيز ملاتړ سره ئې وكړې شول د سلطې نظام راوپرزوی او د قرآن د تعليماتو مطابق د يو اسلامی حكومت بنسټ كیږدی. 955257