IQNA

په بحرين كښې ( د مزدورۍ نفی او د ډيموكراسۍ تائيد ) نومې غونډه ترسره شوه

22:10 - February 19, 2012
د خبر لمبر: 2277054
بين المللی ډله: ( د مزدورۍ نفی او د ډيموكراسۍ تائيد ) نومې غونډه د بحرين د خلكو او سياسی ډلو په پراخ ګډون سره او د آل خليفه د رژيم د ځپونكو سياستونو سره د مخالفت د اعلانولو په موخه پرون د بحرين په پلازمينه منامه كښې ترسره شوه.
د «mepanorama»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه غونډه يا فيسټيوال چې د بحرين د سياسی تنظيمونو په همت ترسره شو، د دغه هيواد د خلكو د پراخ هركلی سره مخامخ شو.
په دغه غونډه كښې ګډون كونكو اعلان وكړ: د زهرجنو ګيسونو له امله د ګڼ شمير مظاهره چيانو شهيدول چې د آل خليفه د رژيم پوځيان ئې د سوله ايزو مظاهرو سره د مقابلې لپاره استعمالوی، د دغه رژيم د ځپونكو سياستونو يوه برخه ده چې همهغه شان دوام لری.
د بحرين خلكو همداراز د خپلو قانونی حقوقو د بشپړې پوره كيدنې، د عزت او كرامت د ژوند د ترلاسه كونې، حقيقی ډيموكراسۍ ته تر رسيدنې، د بشری حقوقو د احترام او د بين المللی قوانينو او ژمنو په اساس د مخالفانو سره د كړچار كولو تر عملی كيدو پورې د خپلو سوله ايزو مظاهرو د جاری ساتلو په ضرورت باندې ټينګار وكړ. 956047

captcha