د «lesafriques»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، (جايز) نومی اسلامی بانك، د نائجيريا د مركزی بانك له خوا د جوړيدو د اجازت نامې د صادريدو نه د ٩ مياشتو د تيريدو نه پس د اسلامی شريعت مطابق خپل مالی فعاليتونه له پرون څخه د نائجيريا په پلازمينه (ابوجا) كښې پيل كړل.
دغه بانك به د نائجيريا په دوو سترو ښارونو كښې هم خپلې څانګې پرانيزی چې له سود او ګټې پرته د پانګه ونې سره علاقه من كسان ورڅخه استفاده وكړی.
نائجيريا د افريقې د لويدیځ د ترټولو ستر اقتصادی قطب په توګه غواړی چې ځان د افريقې په دغه سيمه كښې د اسلامی مالی خدماتو د مركز په توګه مطرح كړی. 956030