IQNA

( د يو جومات پيدائښت ) نومې مستند په فرانسه كښې توليد شو

22:15 - February 20, 2012
د خبر لمبر: 2277778
بين المللی ډله: د يو جومات زوكړه نومې ټيليويژنی مستند يا ډاكومينټری فلم د فرانسې د مشهور مستندجوړونكی فابريس ماراش له خوا توليد شو.
د «saphirnews»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: دغه ټيليويژنی مستند د اسلامی عبادتی ودانيو د جوړيدو د مختلفو مرحلو د فلم اخيستنې په موخه، كتونكو ته د «پواتيه»(Poitiers) نومی ښار د جومات د جوړيدو كار وړاندې كوی.
د دغه يوساعته مستند د فلم جوړونه له ٢٠٠٨ كال څخه د «پواتيه»(Poitiers) جومات د جوړيدو د اجازت نامې د صادريدو سره په يو وخت او د دغه اسلامی عبادتی مركز د جوړيدو په ځائې كښې د مسلمانو ښاريزو په شتون سره پيل شوه او فابريس ماراش د ٢٠١١ كال تروروستيو پورې د دغه جومات د جوړيدو له تقريبا ټولو مرحلو څخه فلم اخيستی دی. 956057

captcha