د «ramn»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د فرانسې د مسلمانانو شپږمه غونډه به د فرانسې د شمال د اسلامی اتحادئې او د اسلامی سازمانونو د اتحادئې په همت د (ليل) ښار د كانفرنسونو په هال كښې، په ځائی وخت د سهار له ٩ نه د شپې تر ١١ بجو پورې ترسره شی.
په فرانسه كښې استوګن مصری عالم شيخ عمر عبدالكافی»، د قاهرې د پوهنتون استاذ او مورخ راغب السرجانی، د پيرس د (الدعوه) نومی جومات رئيس لاربی كشات او د فرانسې له تكړه عالمانو څخه به يو شمېر په دغه غونډه كښې د ( الهی اديانو مديريت او معنويت ) په اړوند ويناوې وكړی.
فرانسوی ژبې سره بلد مينه وال په دې لړ كښې د لازياتو معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره كوې شی www.ramn.fr نومی ويب سائیټ ته مراجعه وكړی. 956965