IQNA

د اسلامی نړۍ په وړومبی جومات كښې د بيا رغاونې كار پيلیږی

23:12 - February 22, 2012
د خبر لمبر: 2279224
بين المللی ډله: د اسلام د نړۍ په وړومبنی تاريخی جومات يعنې (مسجد قبا) كښې، چې د پيغمبراكرم (ص) په ښار كښې پروت دی، د سعودی عربستان د اسلامی چارو او د اوقافو د وزارت له خوا د بيارغاونې كار پيلیږی.
د «IINA» خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، په حاضر حال كښې د دغه جومات د بيارغاونې د طرحې وروستۍ جاجونې د مدينې د ښاروالۍ او د پراختيا د كميشن له خوا د ترسره كيدو په حال كښې دی او دغه طرحه د عربستان د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت له خوا تصويب شوې ده.
په دغه طرحه كښې د آنګڼونو او د څپر لرونكی پاركينګ سترول شامل دی او د دغه كار لپاره په نظر كښې نيول شوی لګښت ١٠٠ ميليونه سعودی ريال دی.
د مسجد قبا بنياد په وړومبی هجری كال كښې له مكې مكرمې نه مدينې منورې ته د حضرت محمدمصطفی (ص) د حجرت كولو نه پس د دوی (ص) په لاس كیښودل شوی وو. 957629
captcha