IQNA

د امريكې د شمال د مسلمانانو اتحاديه جوړه شوه

22:02 - February 23, 2012
د خبر لمبر: 2279523
بين المللی ډله: د امريكې د شمال د مسلمانانو اتحاديه د اسلام د دين د حقيقی څيرې د معرفی كولو او د اسلام د دين د مختلفو مذهبونو او فرقو د پيروانو د سره راغونډولو په موخه د نيويارك په سانی سائډ نومی ښار كښې جوړه شوه.
د «Islam Today»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه اتحاديه يو دينی، ټولنيز او آموزشی سازمان دی چې د اسلام د حقيقی څيرې په معرفی كولو به لاس پورې كړی او د امريكې د شمال د مسلمانانو غږ به د ټولنې غوږو ته ورسوی.
دغه سازمان به د نړۍ د مختلفو دينونو د منونكو خلكو ترمينځ د دوستۍ او سوله ايزې همفكرۍ په پراخولو سره كوشش وكړی چې د مسلمانانو سره د امريكې په ټولنه كښې د شامليدو او د دغې ټولنې په فعالو غړو باندې په بدليدو كښې مرسته وكړی. دغه اتحاديه به چې يو غيردولتی ارګان دی، په نژدې راتلونكی كښې د امريكې او كاناډا په ټولو مهمو ښارونو كښې خپل دفترونه پرانزی. 957868
captcha