د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله وړمه ورځ د يوې بيانیۍ په صادرولو سره اعلان وكړ: د امريكائی سرتيرو په لاس د قرآن سوزول يو نوی جنايت دی چې د امريكې او صهيونيسټی رژيم له خوا د اسلامی مقدساتو د سپكاوی او ورته د بې پامۍ شدت ئې په ډاګه كړ.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: دغه صهيونيسټی-امريكائی اقدام په ټوله نړۍ كښې د څه باندې يوميليارډ مسلمانانو احساساتو ته د بې پامۍ بيانونكی دی.
حزب الله وليكل: د امريكائی سرتيرو له خوا دغه ناوړه او بد اقدام هغه وخت ترسره كیږی چې په نيواكی فلسطين كښې د اسلامی مقدساتو پرخلاف د صهيونيسټی رژيم او د ښارګوټی ميشتو توهين او سپكاوی په څو وروستيو ورځو كښې ډير زيات شوی دی. 958164