IQNA

د قدس په لور د لاريون لپاره د اروپائی سازمانونو غونډه

22:01 - February 23, 2012
د خبر لمبر: 2279525
بين المللی ډله: د اروپا له مختلفو هيوادونو څخه د فلسطينيانو پلوی سازمانونه د قدس په لور د نړيوال لاريون د پلانولو په موخه چې د فلسطين د يوم الارض په ٣٦ كليزه كښې به ترسره شی، سره راغونډ شول.
د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغو سازمانونو استازی له بريطانیې، جرمنی، آسټريا، ایټاليا او هالينډ څخه لندن ته لاړل څو د دغه عاميانه لاريون تداركات چې ټاكل شوې ده د ٩١ كال د كب يا حوت د مياشتې په ١١ نیټه د فلسطين په نيواكی ځمكو او د دغه هيواد د ګاونډيو هيوادونو په سرحدی سيمو كښې ترسره شی، چمتو كاندی.
په دغه عاميانه لاريون كښې ګډون كونكی به كوشش وكړی چې ځانونه مسجدالاقصی يا د فلسطين د سرحد په داخلی سيمو كښې د دغه مقدس ځائې ترټولو نژدې ممكن ځائې ته ورسوی. 958221

captcha