IQNA

په افغانستان كې د امريكې د غندنې دوام

12:19 - February 26, 2012
د خبر لمبر: 2280953
نړيواله ډله: د افغانستان د بګرام په پوځی اډې كې دامريكايی ځواكونو له لوری د قرآن شريف د سوځولو د جنايت غندل، هماغه راز دوام لری او خلك د پراخو مظاهرو په غندلو سره، د نيواګرو د وتلو غوښتونكی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د لوګر ، ننګرهار او لغمان په شمول د افغانستان په بيلابيلو ښارونو كې د خلكو مظاهرې د پنځمې ورځې لپاره هم دوام لری.
د پاكستان خلكو هم پرون په پراخو مظاهرو كې دامريكايی پوځيانو دغه بد اقدام او جنايت وغنده، او ناټو یې په سيمې په تيره بيا په افغانستان كې د پرله پسې مصيبتونو عامله وبلله .
كه څه هم امريكايی سياسی او پوځی مقاماتو له دې كبله بخښنه وغوښتله خو د دغه هيواد د خلكو او سياسی شناندو په نظر ، اسلامی سپیڅلتياوو په تيره بيا قرآن شريف سپكاوی، د هغو ټولنو حساب شوې دسيسه ده چې اسلام ځپنه په جديت سره تعقيبوی .
د قرآن شريف سوځول، يواځې په بګرام كې محدودنه دی، بلكه په وروستيو كلونو كې په امريكا او ځينو اروپايی هيوادونو كې هم د سياسی او مذهبی ټولنو له لوری د اسلامی سپیڅلتياوو سپكاوی شوی، چې دلويدیځ او امريكا حكومت هغه د بيان د آزادۍ د دفاع په تش په نامه چوكاټ كې توجيه كوی.
دشناندو په نظر دامريكايی ځواكونو دغه جنايت او سپيره اقدام، د اسلام ځپنې دتفكر زیږنده ده چې د ځينو لويدیځو او صهيونستی ټولنو له لوری ، د پراختيا په حال كې دیږ
له دې كبله امريكايی مقامات د خلكو د غولولول لپاره د عذر غوښتنې په ځای، له داسې تفكراتو سره دمقابلې لپاره دې جدی اقداما وكړی.
په افغانستان كې سياسی او مذهبی ټولنې دقرآن شريف سوځول او د مسلمانانو دينی او مذهبی سپیڅلتياوو ته سپكاوی، په ا فغانستان كې د امريكايی ځواكونو د قضايی مصونيت د پايلو يوه برخه بولی چې د امريكا د پوځ او حكومت له لوری دافغانستان له قضايی ادارو له ويرې پرته، په هر جنايت لاس پورې كوی .
ځكه چې دافغانستان قضايی ادارې، نشی كولی چې امريكايی تورن عسكر ونيسی او محاكمه یې كړی.
له افغانستان سره دامريكا په ستراتيژيك تړون كې چې امريكايی په لټه كې ده، هم د امريكايی عسكو خوندی توب يا مصونيت په نظر كې نيول شوی او دا، دافغانستان د ملی واكمنۍ او خپلواكۍ د خلافورزۍ په معنی ده چې قضايی دستګاه نشی كولی ، د نيواګرو عسكرو په هكله قضايی واكمنی اعمال كړی.
له دې كبله دامريكايی مقاماتو له ظاهری عذر غوښتلو سره سره، خلك هماغه راز په خپل هيواد كې د امريكايی نيواګرو د داسې جنايتونو او حركتونو د دوام په اړه اندیښنه لری.
959883
captcha