د مصر د قرآن كريم استاذ، قاری او داور او د الازهر پوهنتون د علمی پلاوی غړی «فرج الله شاذلی» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د قرآن كريم د يوشمير نسخو سوزول چې د ځينو تندلارو او ګمراهو ډلو له خوا ئې بڼه ونيوله، يو ناوړه او ناخوښ كار دی چې د حق تعالی(ج)، رسول اكرم (ص) او د مومنانو او بشريت د تائيد او رضايت وړ نه دی.
دوی د دغو خبرو په دوام كښې له اسلامی او عربی امت نه وغوښتل چې د امريكائی ځواكونو دغه غيرانسانی او ناخوښه اقدام په وړاندې دې په ورته اقدام لكه د انجيل، تورات يا د هربل آسمانی كتاب په سوزولو لاس پورې نه كړی، ځكه چې د دا شان مسائلو سره دغه ډول برخورد يواځې د بې فرهنګو او بې تمدنه او بې دينه كسانو كار دی. 960731