IQNA

په سعودی عرب كې د يو شيعه ويب پاڼې مشر ونيول شو

20:03 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2281964
نړيواله ډله: دسعودی عربستان د امنيتی ځواكونو د ال سعود په خلاف كار كوونې په تورن د شيعه فجر كلتوری نیټ ورك مشر حبيب المعاتيق ونيول.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له راصد خبری چينل یې نقلوی چې ښاغلی حبيب المعاتيق يو نوموړی شيعه شاعر او عكاس دی په هغه باندې د سعودی امنيتی ځواكونو دا تورن لګولې چې حبيب د فجر كلتوری نیټ ورك په وسيله دال سعود په خلاف كار كوی ځكه یې نيولې دی.
امنيتی ځواكونو د فجر كلتوری مركز دفتر هم تړلې دی دا دفتر د عربستان په قطيف ښار كې ؤ.
همدا ډول حسين مالك السالم چې دوه ويشت كلن شيعه ځوان او عكاس دی هغه هم سعودی امنيتی ځواكونو په مختلفو تورنو لګولو سره نيولې دی هغه په ټيكنالوجی پوهنتون كې محصل دی.
يادونه كوو چې د ال سعود ظالم او بې انصافه حكومت لخوا په شيعه ټولنې په خلاف په تيرېو او ظلمونو كې زياتې راغلی دی.
960043
captcha