IQNA

د مسلمانو سيلانيانو د جذبولو لپاره د تائيوان كوشش

23:10 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2282006
بين المللی ډله: د تائيوان د سياحت او سيل ادارې د مسلمانو سيلانيانو د جذبولو او د اسلامی سياحت له مراعاتو څخه د استفادې له پاره د ٥٠ حلال ريستورانونو د جوړولو خبر وركړ.
د «Halal Focus»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تائيوان د سياحت د ادارې د بين المللی سفرونو د برخې مدير ايريك لين اعلان وكړ: هغه زياتره مسلمان سيلانيان چې له تائيوان څخه كتنه كوی له ملائشيا، انډونيشيا، سنګاپور، برونائی او د چين له شمال لويدیځ څخه دی.
دوی ووئيل: د دغه هيواد چارواكی هيله لری چې د دغو رستورانونو په پيلولو سره به د هغو مسلمانو سيلانيانو شمير زيات شی كوم چې هر كال تائيوان ته د چكر لپاره راځی.
لين زياته كړه، تيركال تقريبا ٦ ميليون سيلانيانو له تائيوان څخه كتنه وكړه او دا په داسې حال كښې دی چې په ټوله نړۍ كښې ١.٧ ميليارډ مسلمانان اوسیږی. 960848

captcha