IQNA

د فرانسې په شمال كښې د يو اسلامی عبادتی ودانۍ سپكاوې

23:10 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2282008
بين المللی ډله: نامعلومو كسانو تيره شپه د كب د مياشتې په ٧ نیټه د فرانسې په شمال كښې په «اسكودن»(Escaudain) نومی جومات باندې په حملې سره د مسلمانانو پرخلاف يولړ شعارونه وليكل.
د «سفيرنيوز» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ناپيژاندو كسانو بیګا په «اسكودن» جومات باندې په حملې سره د دغه عبادتی ودانۍ په ديوالونو باندې د مسلمانانو پرخلاف يولړ شعارونه وليكل او د صليب تصويرونو ئې وكښل او په تندلارو ډلو پورې اړوند علامتونه ئې د دغه جومات په اطرافو كښې اويزان كړل.
په دغه مسجد كښې لمونځ كونكو نن سهار د لمونځ د كولو لپاره دغه جومات ته د تلو په وخت دغه شعارونه وليدل او مسلمانو چارواكو او امنيتی ځواكونو ته ئې د دې پیښې خبر وركړ.
د دغه جومات چارواكو اعلان وكړ: د جومات په مختلفو برخو باندې كښل شوی علامتونه په يو انټرنیټی اسلامی ضدې ډلې پورې اړوند دی چې په څو وروستيو مياشتو كښې ئې له اسلام څخه د ويرې د رواجولو لپاره ګڼ شمير فعاليتونه كړی دی. 961110

captcha