IQNA

حامدكرزی د قرآن د سوزونې د عاملينو په محاكمه كيدو باندې ټينګار وكړ

23:10 - February 27, 2012
د خبر لمبر: 2282009
د افغانستان جمهوررئيس حامدكرزی پرون د كب د مياشتې په ٧ نیټه په يولړ ويناو كښې، آرامښت ته د خپل هيواد د خلكو د رابللو په ترڅ كښې يوځل بيا د قرآن كريم د سپكاوی كونكو د محاكمې په ضرورت باندې ټينګار وكړ.
د «xinhua»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د ساحت په نسبت د امريكائی سرتيرو په بې حرمتۍ باندې په اعتراض كښې د مسلمانانو د مظاهرو او د افغانستان په بيلابيلو ښارونو كښې د ناآراميو نه وروسته، حامدكرزی پرون له خلكو نه وغوښتل چې ساړۀ وخوری او اجازه دې ورنكړی چې فرصت لټونكی له دغه حالت نه په خپله ګټه كار واخلی.
دوی زياته كړه: اوس د آرامښت وخت رارسيدلی دی، د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو ته اجازه مه وركوی چې له دغه فرصت نه ګټه واخلی او عمومی مالونو ته زيان ورسوی.
د افغانستان ولسمشر يوځل بيا د كلام الله مجيد په نسبت د بګرام په اډه كښې د امريكائی ځواكونو د سپكاوی د غندلو په ترڅ كښې د دغه اقدام د عاملانو د مجازاتيدو په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
د وئيلو ده چې د بګرام په اډه كښې د قرآن كريم د سوزولو لپاره د ځينو امريكائی سرتيرو د كوشش په اړه د يو خبر د خپريدو نه وروسته د افغانستان مسلمانان سړكونو ته راووتل او له دغه اقدام څخه ئې خپل قهر اعلان كړ چې دغه اعتراضات د يوشمير افغان ښاريزو د مرګ ژوبلې سبب شو. 961095

captcha