IQNA

د فرانسې په ټولنه كښې د مسلمانو ښځو موقعيت جاجول كیږی

21:47 - February 28, 2012
د خبر لمبر: 2282745
بين المللی ډله: ((د فرانسې په ټولنه كښې د مسلمانو ښځو موقعيت)) په نامه يو كانفرنس د روانې كب د مياشتې په ١٣ نیټه د فرانسې په پلازمينه پيرس كښې ترسره كيدونكی دی.
د «lffm» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كانفرنس به د فرانسې د مسلمانو ميرمنو په همت د ښځې د نړيوالې ورځ په مناسبت ترسره شی.
د فرانسې له مختلفو پوهنتونو څخه څه باندې ١٥ تنه مسلمان استاذان او پوهان او يوشمير مسلمان او غيرمسلمان ټولن پيژاندی به په دغه يوورځنی كانفرنس كښې سره راغونډ شی او د فرانسې په ټولنه كښې به د ښځې د اوسنی وضعيت په باب بحث او خبرې اترې وكړی. 961279
captcha