IQNA

د مصر قبطی كليسا په افغانستان كښې د قرآن سوزول وغندل

21:45 - February 28, 2012
د خبر لمبر: 2282749
د مصر قبطی آرتډكس كليسا د افغانستان د بګرام په هوائی اډه كښې د امريكائی سرتيرو له خوا د قرآن كريم سوزونه او په مسجدالاقصی باندې د اسرائيلی نيواكګرو يرغل په كلكه وغنده
د shorouknews خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د قطبی كليسا د مشر پادری په دفتر كښې يوې آګاهې سرچينې اعلان وكړ: د دينونو سپكاوی يو داسې ناخوښ جنايت دی چې هر ديندار انسان ئې ردوی.
دغې باخبرې سرچينې څرګنده كړه: د دينونو سپكاوی د مختلفو دينونو د منونكو ترمينځ درز ستر كړی دی او په نړۍ كښې فرقه ايزو نښتو ته لمن وهی.
دې همداراز ټينګار وكړ: د مصر قبطی كليسا په افغانستان كښې د امريكائی ځواكونو د شتون او په فلسطين كښې د صهيونيسټی رژيم د ځواكونو د شتون په شمول هرډول نيواكګری ردوی. 961971

captcha