د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارووزير علی اكبر صالحی نن په جينيوا كښې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا په ۱۹ غونډه كښې د بشری حقوقو په زمينه كشې د ايران بې سارې مخينې بيان كړی او ویې ويل د ملګرو ملتو د بشری حقوقو له شورا سره د ايران ملګرتياوې له وړاندې شويو سندونو هم زياتی دی او دغه هيواد په سيمه كشې د ځانګړو راپورترانو لخوا ډيری ليدنې لری .
صالحی وويل ايران د بشری حقوقو په زمينه كښې په اوسمهاله نړۍ كښې بريالۍ اسلامی تجربخ لری او تهران د خپل مقام او حقوقو ته د رسيدو لپاره د ملتونو هڅو ته درناوی كوی او له نورو هيوادونو هم غواړی چې د هغوئ غوښتنو ته درناوی وكړی .
د ايران خارجه وزير د جمعی په ورځ د اسلامی شورا ټاكنو ته په اشارې سره وويل اټكلونه ددې ښودنه كوی چې په ټاكنوكښې به ګڼ شمير خلك برخه واخلی او دغه چاره په ايران كښې د پايدارې ډيموكراسۍ ښودنه كوی .
صالحی د ايران د تومی پوهانو په شمول د ښاريزو پرضد د ترهه ګرو اقداماتو په اړه وويل دغه ډول جنايتونه د ايران په ملت د ويری او وحشت د اچولو لپاره كیږی ،خو پرمختګ او ټكنالوژۍ ته د لاس رسی لپاره د ايران د ملت په فيصلې كښې بدلون را نه شی .
د ايران خارجه وزير د امريكايی ځواكونو لخوا قرآن ته سپكاوی كلك وغانده او هغه یې له انسانی كرامت ، اخلاقی اصولو دينونو او دينی سپیڅلتياوو ته د درناوی خلاف وباله او د ملګرو ملتو د د بشری حقوقو له شورا یې وغوښتل دغه ناوړه عمل كلك وغندی .
هغه وويل د ملګرو ملتو د بشری حقونو شورا بايد د دغه بوږنوونكی اقدام د غندلو لپاره بیړنی او غوڅ غبرګون وښيی .
هغه وويل د نړيوالې ټولنې يوه اندیښنه د فلسطين په نيواكې ټاټوبو كښې د بشری حقوقو خلاف ورزۍ دی او فلسطينيان د صهيونست رژيم د غيرقانونی كړچارونو په دليل په ډير بد وضعيت كښې دی .
د ايران خارجه وزير وويل د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا بايد د انصاف او شفافيت پر اساس په نړيواله سويه د بشری حقوقو د ودې او پراخيدو لپاره په خپلو سياسی او تاريخی دندو عمل وكړی .
962316