د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار یې نقلوی چې د فلسطينی ميرمنې هناء شلبی چې د فبروری له شپاړلسمې راهيسې یې د خپل اداری بنديتوب په اعتراض د فبروری له شپاړلسمې څخه په لوږ تړ يا غذايی اعتصاب لاس پورې كړی دی نن د نوموړی محكمه نن د چهارشنبې په ورځ په داسې حال كې چې د لوږ تړیې پوره څوارلس ورځې كیږی په سالم پوځی اډه كې ترسره كیږی.
صهيونستی چارواكی هڅه كوی چې په محكمې سره د دې فلسطينی بندی د اداری بند موده تر نورو شپږو مياشتو پورې وغځوی.
شلبی اوه ويشت كلنه ده او نوموړې مخكې هم دوه كاله د صهيونست رژيم په اداری بند كې د تورو تمبو شاته تېركړی دی.
د يادولو وړ ده چې شاوخوا شپږ زره فلسطينی بنديان د صهيونستانو په بنديخانوكې په ډير بد حال كې د بند شپې ورځې تيروی.
962905