IQNA

په نوی ډيلی كښې د ((قرآن كريم د خوشنويسۍ هنر)) نومې نندارتون ترسره كیږی

23:41 - February 29, 2012
د خبر لمبر: 2283512
بين المللی ډله: د قرآن كريم د خوشخطۍ هنر نومې نندارتون د هندوستان په پلازمينه نوی ډيلی كښې د دغه هيواد د ملی آرشيو په مركز كښې د ترسره كيدو په حال كښې دی.
د «Indian Express»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون د هندوستان د ملی آرشيو د مركز په همكارۍ سره د ايران د اسلامی جمهوريت په خانه فرهنګ پورې د پيئلی د نور مائيكرو فلم په همت په نوی ډيلی كښې جوړ شوی دی.
د نور مائيكرو فلم مركز د هندوستان د ملی آرشيو په همكارۍ، د معاصرې خوشنويسۍ ٦٠ اثره چې د قرآن كريم د آياتو په موضوع سره ئې د طغراء، كوفی او عربی په شمول په مختلفو خطونو راغونډ كړی دی او نندارې ته ئې ایښی دی. 962036
captcha