IQNA

د قرآن كريم د حرمت د سپكاوی غندل د آسمانی دينونو د ټولو پيروانو دنده ده

23:19 - March 01, 2012
د خبر لمبر: 2283744
بين المللی ډله: د قرآن پاك د حرمت د سپكاوی مسئله يوازې په مسلمانانو پورې اړونده نه ده بلكې د اسلامی او غيراسلامی ټولنو په شمول ټول هيوادونه او د آسمانی دينونو منونكی پكار دی د قرآن كريم د ساحت په نسبت سپكاوی او تيری وغندی.
د عراق تكړه محقق او مورخ او د كوفې د پوهنتون پخوانی رئيس او د دغه پوهنتون د تاريخ د فلسفی، ختیځ پيژندنې او د حديث د علم استاذ حسن عيسی الحكيم د ايران د قرآنی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: د قرآن كريم د حرمت د سپكاوی مسئله د ټولو آسمانی دينونو په منونكو پورې مربوطه ده او په دې لړ كښې بې پامی سبب كیږی چې د نورو اسلامی مقدساتو او آسمانی دينونو سپكاوی وشی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې قرآن كريم د مسلمانانو مقدس كتاب او الهی كلام دی او د مسلمانانو او غيرمسلمانانو له خوا د هغه احترام واجب دی، ووئيل: همهغه شان چې مسلمانانو او د آسمانی دينونو پيروانو ته پكار دی چې د قرآن كريم او د اسلامی مقدساتو احترام وكړی، د مسلمانانو له اړخه هم پكار دی د نورو دينونو مقدسات محترم د ګڼل شی.
الحكيم څرګنده كړه: د قرآن كريم د ساحت سپكاوی يو ډير ستر جنايت دی چې د دغه جنايت په وړاندې غلی نه دی كښيناستل پكار، ځكه چې د قرآن كريم احترام كول د اسلامی اعتقاداتو د يوې مهمې برخې په توګه پرمونږ باندې واجب دی او د هغه سپكاوې او ورباندې تيری كول نه منونكې مسئله ده. 962161

captcha